قاهرہ۔6 اګست(اے پی پی) په مصر كښې د پاكستان سفير ساجد بلال وئيلي دي پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې په هر فورم د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي ٬ هند 5 كاله وړاندې په 5 اګست 2019 په غېر قانوني توګه د خپل تسلط لاندې مقبوضه جمو وكشمير كښې خپلې نسل پرستۍ ته لا پراختيا وركړه۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د مصر په پلازمينه قاهره كښې د پاكستان په سفارتخانه كښې د 5 اګست يوم استحصال كشمير په مناسبت سره “کشمیر د هند په ظالمانه قبضه كښې” سرخط لاندې تابيا شوي يو سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019 هند د خپل آئين آرټیکل 370 او 35A په يو اړخيزه توګه من??وخ كړو۔ سفیر زياته كړه چې هندوستان خپلو ټولو لوظ??نو ٬ د ملګرو ملت??نو اړوندو قرارداد??نو ٬ نړيوالو اصولو او كنونشنز څخه سرغړونه كړې۔ په سیمینار كښې د صدر مملکت آصف علی زرداري ، وزیراعظم شهباز شریف او خارجه وزير اسحاق ډار پېغامونه واورولې شول۔ د مقررينو په پېنل كښې مصري دانشوران ٬ د تعليمي ادارو ٬ ميډيا او سول سوسائټي نوموړي شخصيات شامل وو۔ په دستوره كښې مصري وګرو او په مصر كښې د مېشته پاكستانۍ كميونټي ګڼ شمېر غړو ګډون وكړو۔ مقررینو په خپل خطاب كښې په بې ګناه كشميري وګړو د هند قابضو ځواك??نو د ظلم??نو غندنه وكړه۔ دوئي غوښتنه وكړه چې نړيواله ورورولي دې د هند لخوا د كشميري وګړو د بشري حق??نو د روانو خلاف ورزو په ضد غږ پورته كړي۔ دوئي د دې خبرې پخلے وكړو چې نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل د قرارداد??نو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو وكشمير شخړې ??نص??انه او سوله ايز حل باوري كولو كښې خپل كردار ترسره كړي
پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې په هر فورم د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي: سفير ساجد بلال
मटर परी विश्वसनीय सट्टेबाजी मंच
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس