اسلام آباد۔1اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر ع??رف علوي د جنسي ځورنې په كېس کښې د پېمرا د ډي جي د برطرفۍ او د 25 لاکه روپو جرمانه کولو حکم کړې٬ د صدر مملكت لخوا په دې اړه د وفاقي محتسب پرېكړه په ځائې ساتلو سره ملازمت څخه د برطرفۍ لويه سزا په ځائې ساتلې شوې او جرمانه زياتولو سره د 20 نه 25 لكه ??وپو ته رسولې شوې ده۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په خپل حكم كښې صدر مملكت ووئيل چې دا خبره ثابته شوې ده چې مېرمنه ملازمه د ملزم لخوا د ناوړه خبرو ٬ فحش ٬ جنسي او د سپكاوي تبصرو او د ناجائزه مطالبو د لارې ځورنې سره مخ شوې ده۔ ده ووئيل كله چې داسې كېسونه رامخې ته شي او د شك او شبې نه پاك وي نو بيا د قانون بشپړه قوت كاروم۔ صدر مملكت ووئيل مېرمنو لپاره محفوظ چاپېريلا باوري كولو ??ه دا ډول اقدامات ضروري دي۔ ډاكټر ع??رف علوي مېرمنې ته وركړې كېدونكې رقم د ملزم د تنخا د بقايا جات ٬ پنشن يا جائيداد نه د وصولولو امر هم وكړو۔ ده ووئيل دا رقم دې مېرمنې ته د ملزم د لاسه ستونزو سره د مخ كېدو معاوضې په توګه وركړې شي۔ده ووئيل ځينې مور پلار په تعليمي ادارو كښې د ممكنه ځورنې د يرې له امله خپل بچي د انجونو ادارو ته لېږلو ته ترجيح وركوي او هم دا سبب چې زمونږ په ټولنه كښې لوستې مېرمنې ډېرې كمې دي۔ ده ووئيل مېرمنې بې روزګاره دي ٬ په مالي توګه مجبور دي او د وراثت د حق نه محرومه دي۔ ده ووئيل اسلام مېرمنو ته زيات عزت وركړې دې۔ دې ته د ګټورو پېشو خپلولو او د روزګار ترلاسه كولو حق وركوي۔ ده ووئيل د نبي علېه السلام كورودانې حضرت ??ديجه (رض) كاروبار كوؤنكې مېرمن وه۔ حضرت ??مر الشفاء بنت عبداللہ د بازار نګرانه ټاكلې وه۔ هغې ته يۍ د عدالت او ماركيټ انتظاميې قلمدان سپارلې وو۔ ده ووئيل حضرت ??م کلثوم بنت علیؓ د ملكه ??وم دربار ته په سفارتي مشن ولېږلې شوه۔ د حضرت ??ائشه (رض) په شمول يو شمېر مسلمانانو مېرمنو په جنګونو كښې برخه واخسته۔ دوئي د نبي علېه السلام د حفاظت سره سره د ژوبل شويو درملنې وكړې۔ د اوبو او خوراك انتظام يۍ وكړو۔ صدر مملكت ووئيل وخت راغلې چې د آئين له مخې د ژوند په ټولو څانګو كښې د مېرمنو د ګډون لاره هواره كړې شي۔
د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د جنسي ځورنې په كېس کښې د پېمرا د ډي جي د برطرفۍ او د 25 لکه روپو جرمانه کولو امر
Free Bet Blackjack Official Website
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر