اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب وئيلي دي مونږ په پاك پوځ وياړ لرو ، د پوځ قربانۍ نظر انداز کول ناممکن نه دي، اپوزیشن ګوندونو د الیکټرانك ووټنګ مشین ډیمو هم نه ده كتلي او د دغې ئې مخالفت پيل كړے ، اپوزیشن ګوندونه بايد جمهوري رويه اختیار کړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې كړې ۔ده ووئيل د 2018ء په ټاكنو كښې پاك پوځ د پریذائیډنټ آفیسرز ډيوټي نه ده كړې او نه ئې د ووټونو شميرې كړي ، د پوځ ذمه واري تر امنيتي چارو وه، د پاکستان آئین د دې خبرې اجازه وركوي چې د كوم هم حکومت هم اولسي غونډه وي يا لاريون یا د كومو نورو مسائلو په موقع د امن او امان یا نورې مرستي لپاره كه ضروري وګڼلے شي نو پوځ رابللے شي۔ده ووئيل مونږ په پاك پوځ وياړ لرو، پاك پوځ د پاکستان د امن او سلامتیا لپاره په پولو د خپلو ځانونو قرباني وركړي ، سیلاب، د زلزلې او د کورونا وباء پشمول كله چې هم حاجت وي پاك پوځ خپل كردار ترسره كوي۔ وزیر مملکت فرخ حبیب ووئيل اپوزیشن ګوندونو د الیکټرانك ووټنګ مشین ډیمو هم نه ده كتلې او د دې مخالفت ئې پيل كړے ،مونږ د الیکشن کمېشن سره په رابطه كښې يو ، الیکشن کمېشن خپل ټیکنیکل ایویلیوایشن کمېټي جوړه كړي كومه چې به د الیکټرانك ووټنګ مشین په اړه ټولو څيزونو
مونږ په پاك پوځ وياړ لرو،د پاك پوځ قربانۍ نظر انداز کول ممکن نه دي، اپوزیشن ګوندونه بايد جمهوري رويه خپله کړي، وزیر مملکت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا