اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د مولانا فضل الرحمان د كورونا وېكسين په حقله غلط بياني د افسوس وړ ده۔ د مولانا فضل الرحمن اولس بې لارې كول ښه خبره نه ده۔ سياسي لارښود دې اختلافات يو اړخ ته كولو سره د اولس لارښودنه وكړي۔ كورونا يو حقيقت دے او دې نه ځان ساتلو له به په اېس او پيز عملدرآمد كول وي۔ دا خبره كول چې وزيراعظم ته كورونا د وېكسين لګولو نه وروسته شوې سمه نه ده۔ مونږ ټول د وزيراعظم او د اولې مېرمنې روغ صحت له لاس په دعا يؤ۔ هغه ووئيل د كورونا روانه چپه كښې د وېكسين ترلاسه كېدل خوشبينه دي۔ د پي ډي اېم په اړه هغه ووئيل پي ډي اېم د ماضي قېصه جوړه شوې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل وزیراعظم او اولنۍ مېرمن كورونا ځپلې دي۔ د پاكستان اولس او د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكو په شمول نړيوالو لارښودو او ځائي سياستمدارو دوزيراعظم او د هغه كورنۍ روغ صحت له دعا غوښتلې او هغوي لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ هغه ووئيل د كورونا درېمې چپې په مهال د كورونا وېكسين ترلاسه كېدل يو مثبت اړخ دے۔ هغه ووئيل حكومت سره د محدو وسائلو خپلو ملګرو هېوادونو نه وېكسين درآمد كوي۔ هغه ووئيل دا خبره سمه نه ده چې د انجكشن لګولو نه وروسته وزيراعظم ته كورونا شوې۔ هغه ووئيل د ویکسینېشن اولني ډوز نه 21 ورځې وروستو دويم انجكشن لګي په كوم چې وېكسين خپل اثر ښكاره كوي۔ هغه ووئيل څنګه څنګه چې وېكسين ترلاسه كېږي د هر عمر وګړي ته به لګولې شي۔ هغه ووئيل د كورونا رنځ د لاسه د ګردې نړۍ په شمول زمونږ هېواد هم ځپلې شوې دې۔ دې حالاتو كښې سياسي اختلافات يو اړخ ته كولو سره به داسې بيانيه وركول وي كومه چې د اولس په ګټه وي۔ هغه ووئيل پي ډي اېم د تېر وخت قيصه جوړه شوې۔ مونږ دې سره څه كار نه لرو چې لانګ مارچ كوي يا نه كوي ٬ ځكه خو ئې څوك ستائنه نه كوي۔ هغه ووئيل كه دوئي لوټ كړې شوې دولت بچ كول غواړي نو قانون كښې د پلی بارګېن لاره شته كومې سره چې مسئله حل كېدې شي۔ د صحت كارډ په اړه هغه ووئيل د صحت كارډ په شمول د حكومت لخوا په ټولو منصوبو كار روان دے۔ پنجاب كښې صحت كارډ پېل كړے شوے او خېبر پختونخوا صوبه كښې د هغې نه ګټه پورته كوي۔ هغه ووئيل وزيراعظم تېره اونۍ يو زر فلېټ او 5 سوه كورونه بې وزله وګړو له وركړل۔ هغه ووئيل زمونږ پام د اولس مسئلو حل كولو پلو دے۔ هغه ووئيل په ګرانۍ قابو موندلو له هڅې روانې دي۔ په راروانو شپږ مياشتو كښې به اولس ته د حكومتي ګامونو مېوې ترلاسه كېدل پېل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل وزیراعظم او د هغه كورودانې د كورونا له امله خپل كور كښې قرنطينه شوي دي۔ د دوئي طبيت زيات خراب نه دے۔ وزیراعظم په جسماني توګه ښه دے۔ هغه اوس هم كار كوي۔ هغه ووئيل د کورونا وېکسین نرخونو له امپورټ پالیسی جوړه كړې شوې ده دغسې چې زيات نه زيات وېكسين درآمد كړے شي ولې داسې كېدې نه شي چې د خپلې خوښې نرخونه ولګولې شي۔ هغه ووئيل د كابينے راروانه غونډه كښې به د كورونا وېكسين قيمتونو منظوري وركړې شي۔
د مولانا فضل الرحمان د كورونا وېكسين په حقله غلط بياني د افسوس وړ ده۔ د مولانا فضل الرحمن اولس بې لارې كول ښه خبره نه ده۔ سياسي لارښود دې اختلافات يو اړخ ته كولو سره د اولس لارښودنه وكړي۔ د سېنېټر شبلي فراز خبري كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز