اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي پاكستان قطر سره د تجارت او د سرمايه كارۍ پشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتول غواړي ٬د قطر ??خوا پ?? غزه كښې د عارضي جنګ بندۍ ل??اره سفارتي هڅې د ستائنې وړ دي٬نړيواله ورورولي په خاص توګه اسلامي نړۍ دې په فلسطين كښې د امن لپاره اقدامات وكړي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې په پاكستان كښې د قطر سفير علي مبارك علي عيسٰی الخاطر د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره ملاقات كړے ۔نګران وزيراعظم پ?? دې موقع ووئيل پاكستان قطر سره قوي او د ورورولۍ اړيكې لري۔ پاكستان قطر سره د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتول غواړي ۔ دغسې وزيراعظم انوار الحق كاكړ د قطر امير لپاره د مباركۍ پیغام هم وركړو ۔د خليجي منطقې په اهميت زور راوړولو نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل خاص سرمايه كاري كونسل د قطر ??شمول د خليجي هېوادونو سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د معيشت په ممهو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه د ګټې پورته او راغب كولو لپاره فعاله كردار ادا كوي۔ده د قطر سفير ته ووئيل د سېلګرۍ او ميډيا په څانګو كښې د مرستې امكانات ولټوئ۔ وزيراعظم پ?? غزه كښې د عارضي جنګ بندۍ ل??اره په سفارتي هڅو كښې د قطر ??ردار ستائېلو سره ووئېل په فلسطين كښې امن لپاره نړيواله ورورولي په خاص توګه د اسلامي نړۍ لخوا د شريكو هڅو ضرورت دے ۔ وزيراعظم هغه ته په پاكستان كښې د سفير په توګه به ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې د هغه به د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا خپلولي لا قوي كړي۔
پاكستان قطر سره د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتول غواړي۔ د وزيراعظم انوار الحق كاكړ د قطر سفير سره ملاقات كښې خبرې
Jungle Fun Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا