اسلام آباد۔1فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د بشري حقونو مرستيالې مشعال حسېن ملك وئيلي دي د كشمير فنكارانو او سندرغاړو په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو په څرګندولو او د آزادۍ تح??يك كښې مهم كردار ترسره كړے ۔ دې د زيارت په ورځ په انسټی ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز اسلام آباد كښې د آئي اېس سي ترسېوري لاندې د آرټ د لارې د کشمیري شناخت او يووالي سرخط سره تابيا كړي سیمینار او نندارتون ته خطاب كولو۔ دې سیمینار د پاكستانو زلمو او كشميري فنكارانو رايوځاے كولو ، د کشمیري شناخت او د آزادۍ تح??يك فنكارانه عكاسي كولو او كشميريانو سره يووالي له د يو پلېټ فارم كردار ترسره كړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې دې په نندارتونو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل د پاكستان او كشمير ځوانان به د فن د لارې د کشمیري اولس د آزادۍ تح??يك په څرګندولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ مشعال ملك د مقبوضه كشمير اولس سره د يووالي څرګندونه ا?? د ??شمير د آزادۍ تح??يك بيانيه په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې د كلتوري دستورو ، کنسرټس او آرټ فیسټیولز پ?? فعاله كردار زور راوړو۔ دې ووئيل د كشميري فنكارانو پن پارې په نړيواله كچه ستائېلې شي۔ دې د كلتوري سفارتكارۍ ودې له د ګامونو په پورته كولو زور راوړلو سره ووئيل كلتوري سفارتك??ري به د كشميري اولس غږ په نړيواله كچه پورته كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ دې د پاكستان په ميډيا هاؤسز زور راوړو چې هغوي داسې دستاويزي فلمونه جوړ كړي كوم چې د کشمیري وګړو ، فنکارانو ، سندرغاړو او شاعرانو ژوند ا?? د ??غوي ستړې په ډاګه كړي۔ وروستو مشعال حسین ملک د کشمیر اړټ نندارتون پرانسته وكړه۔ په دې موقع دې د هندي ظلم او جبر ښكار كشميري وګړو د ژوند عكاسي كوؤنكو فن پارو مشاهده وكړه او په كشمير آرټ مقابله كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو فنكارانو ته يۍ انعامونه وركړل۔
د كشمير فنكارانو او سندرغاړو په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو په څرګندولو او د آزادۍ تحريك كښې مهم كردار ترسره كړے٬ مشعال حسېن ملك
Wild Robbery Cash Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت