اسلام آباد۔8فروری (اے پی پی) د الېکشن کمېشن آف پاکستان (ای سی پی) وياند هارون شنواري وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې كوټلې حفاظتي ا??داماتو سره ټولټاكنو لپاره د ووټنګ عمل پرته له كوم ځنډ او په سولييز ډول روان دے۔ د زيارت په ??رځ نجي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل تر دې دمه د تشدد او ټګۍ كومه پېښه رپورټ شوې نه ده٬ د ټاكنو عمل په سولييز ډول سر ته رسولو له د امنيت ټينګښت باوري كولو په ??ړ ك??ې ټول اړوند وسائل كارولې شي۔ ده ووئيل وګړي په ??ويه شمېره كښې خپل ووټ كاسټ كولو له اړوندو پولنګ سټېشنونو ته روان دي۔ ده ووئيل په ??ولنګ سټېشنونو د اولس ټرن آؤت د اطمينان وړ دے۔ الېكشن كمېشن آف پاكستان شکایات درج كولو له يو هېلپ لائن جوړ كړے دے۔ اولس په ??ېلپ لائن 051-111327000 كال كولو سر?? 24 ??اعته خپل شكايت درج كولې شي۔ ده ووئيل ووټرز په 8300 د اېس اېم اېس د لارې خپل شناختي كارډ لمبر لېږلو سره د خپل ووټ او پولنګ سټېشن تفصيلات ترلاسه كولې شي۔ ده زياته كړه چې الېكشن كمېشن په څلورو واړو صوبو كښې 90 زره 6 سوه 75 پولنګ سټېشنې جوړې كړې دي۔ ده ووئيل نن په ګرد هېواد كښې عامه رخصتي ده دغسې چې ووټرز اسانۍ سره او له كومې ستونزې پرته د رايې حق وكاروي۔
په ګرد هيواد كښې د ووټنګ عمل پرته له كوم ځنډ او په سولييز ډول روان دے ٬ د اليكشن كميشن وياند
Mysterious Soul Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی