مکه مکرمه۔11جون(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين وئيلي د?? حاجيانو صاحبانو ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ د نهې په ورځ د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن او د مذهبي چارو سېكرټري ذوالفقار حېدر په مكه مكرمه كښې پاكستان حج مشن كښې د كمپل??نټ سېل ٬ خوراک ٬ استوګنې او د ټرانسپورټ پشمول د حاجيانو خذمت لپاره د جوړو كړے شوو ادارو دوره وكړه۔ په دې موقع ډائرېكټر جنرل حج مكه عبدالوهاب سومرو د مذهبي چارو وفاقي وزير او سېكرتري ته د بېلو څانګو د كاركردګۍ او تر دې دمه د پورته كړو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر په دې مه??ل هدايت وكړو چې د حاجيانو په خذمت كښې دې هېڅ كم?? ونه كړے شي ولې چې حاجيان د پاك پروردګار مېلمانه دي او يوه مقدسه فريضه ادا كولو له حجاز مقدس ته راغلي۔ له دې كبله د دوي خذمت زمونږ قامي او مذهبي فريضه ده۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير پاكستانو حج كوؤنكو لپاره په پورته كړو ګامونو د اطمينان څرګندونه وكړه۔
حاجيانو ته به هر ممكن آسانۍ باوري كولې شي ٬ چوهدري سالك حسين
विश्वसनीय कैसीनो मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena