اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د مواصلات٬نجكارۍ او سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان د نېشنل هائي وے اتهارټي چارواك?? ته د سترو لارو جوړولو او نوو پروژو په ګوټه كولو لپاره د ترجيحات تعين هدايت كولو سره واضحه كړې چې د سترو لارو او سړكونو جوړولو په معيار كومه سمجهوته به ونه كرې شي ٬د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن دې د تعميراتي پروژو لپاره ايماندار او صلاحيت لرونكي افسران تعينات كړي۔د دې خيالاتو ??رګ??دونه ده د اېن ا??چ اے اعلٰی غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ده ووئي?? اصل مسئله د فنډز ده٬يوازې پيسه خرڅ كول هېڅ كمال نه دے ٬سركاري محكمو له به خپل آمدن زياتولو لپاره اقدامات كول وي۔ده ووئيل د نېشنل هائي وے اتهارټي افسرانو له د خپلو تجربو او پوھې څخه ګټه پورته كولو سره په نورو هېوادونو كښې په پروژو كار كولو لپاره ماډل جوړ كړئ دغسې چې د اېن ا??چ اے كلن آمدن زيات شي۔شمالي سيمو كښې د هائي ويز او سړكونو جوړولو په اړه د مواصلات وفاق وزير عبدالعليم خان ووئيل ګلګت څخه خنجراب موټروے جوړول د چين او مينځنۍ آسيا رياستون?? ته د رسنې سبب جوړېدو سره به دا پروژه “ګيم چينجر”ثابتېدې شي دغسې تر ګوادر سړك او رېل د لارې زمكيزې رابطې د اهميت وړ دي٬ چې تجارتي هلو ځل?? ته وده وركړی شي۔په وغونډه كښې وفاقي وزير ته د اېن ا??چ اے ګلګت نه تر چترال٬شندور٬مانسهره او نورو سړكونو جوړولو پشمول په ګلګت پېكج تفصيلي بريفنګ وركړے شو په دې وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل په سترو لارو سكيورټي او آسانۍ زياتولو څخه به ټورسټ او سفر كوونكو وګړو شمېره هم زياته شي۔غونډې ته ووئيل شول سږ كال به اېن ا??چ اے ته 23 اربه روپۍ زيات فنډ ترلاسه شي٬د نوو ټول پلازو جوړول او د دې فنكشنل كېدو پشمول په څلورو واړو صوبو كښې د اېن ا??چ اے په پروژو تفصيلي غور وكړے شو او د ځينې مهمو پريكړو منظوري هم وركړې شوه۔د دې نه علاوه د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز د وفاقي وزير عبدالعليم خان سره ملاقات وكړو چې پكښې د پرائيويټائزېشن په روان عمل٬سرمايه كارۍ او دوه اړخيزه اړيكو په وده خبرې اترې وشوې۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل په خساره د چلېدونكو ادارو نجكاري ډېره ضروري ده ځكه چې دې څخه د هېواد معيشت په زيان كښې دے۔د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز د وفاقي وزير او د استحكام پاكستان پارټۍ صدر عبدالعليم خان سره د شريكې خوښې په بېلو چارو او د سرمايه كارۍ په اړه هم خبرې وكړی او هغه د آسټريليا حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔
د چين او مينځنۍ آسيا رياستونو لپاره به ګلګت خنجراب موټروے ګيم چينجر ثابت شي۔عبدالعليم خان
एएफबी इलेक्ट्रॉनिक विश्वसनीयता सट्टेबाजी मंच
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے