اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سپاهي مقبول حسېن ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سر?? وئېلي دي هغه د بهادرۍ٬جرات او شجاعت عظيم داستان رقم كړے٬د هغه د هېواد سر?? لازواله مينه به په تاريخ كښې تل په ښو ټكو ياده ساتلې شي۔د شورو په ورځ د سپاهي مقبول حسېن شپږم تلين په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل د هند په زندان كښې د سپاهي مقبول حسېن د پاكستان زنده باد په نعرو وهلو ژبه برې كړې شوه خو هغه د هېواد راز پخپل زړه كښې محفوظ وساتو۔ده ووئيل سپاهي مقبول حسېن 40 كاله د هند په زندان كښې قيد و بند تېر كړے او پخپله وينه د پاكستان زنده باد په ليكلو يي د هېواد سر?? د مينې او وفادارۍ څرګندونه كړې٬د هغه د خلې نه د هېواد په خاطر د هند په زندان كښې د هر ډول بربريت او تشدد باوجود د هېواد په ضد يو ټكې نه دې ويستلے ۔ ده ووئېل د هغ?? جرات٬بهادري او هېواد سر?? مينه زمونږ ټولو لپاره د لارې مشال دے٬ټول قام د سپاهي مقبول حسېن تلين په موقع د هغ?? جرات٬بهادرۍ او شجاعت ته سلام كوي۔دغسې سپيكر د لوي څښتن څخه د سپاهي مقبول حسېن لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سپاهي مقبول حسېن ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې
Crash game entertainment reliable website
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت