مشهد ۔3دسمبر(اے پی پی)دوهم وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مينځني ختيز كښې په ناوړه وضعه ژوره انديښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي اسرائيل د سيمې امن او سلامتيا خطر سره مخ كړې ٬ د اي سي او د وزيرانو كونسل غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كول ما لپاره د وياړ خبره ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د اي سي او د وزيرانو كونسل 28مې غونډې ته د وېنا په مهال وكړه۔ دوهم وزيراعظم ووئيل د اي سي او د وزیرانو كونسل غونډې په كوربتوب او م??لمه پالنې د ايراني حكومت مننه كوؤ۔ ده ووئيل اي سي او لپاره د ايران خارجه وزير كردار د ستائنې وړ دے?? اسحاق ډار ووئيل د اي سي او عمومي سېكتر په تنظيم كښې نوے عزم او جذبه راپېدا كړې۔ دوهم وزيراعظم په غزه کښې د نسل كشۍ او په ل??نان د اسرائیلو د يرغل سخته غندنه كولو سره ووئيل د فلسطین، لبنان او سوریې خلق د ېرې او تاو تریخوالي څخه د آزاد ژوند کولو مستحق دي. نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ووئيل پاکستان هم په فلسطين کښې د روان بشري بحران ختمولو لپاره خپله غوښتنه بيا تکراروي، اي سي او د ګډو اقدارو په بنياد يو مهم سيمه ايز پلیټ فارم دے?? ده ووئيل اي سي او د سترو مقاصدو له مخې جوړ شوے، د اي سي او تنظيم غړي هېوادونه شريكې ګټې لپاره غوره فرصت برابروي۔ ده ووئيل د اي سي او مقاصدو ترلاسه کولو لپاره ل?? اوږده ل??ره پاتې ده
اسرائيل د سيمې امن او سلامتيا خطر سره مخ كړې٬ د اي سي او وزيرانو كونسل غونډه كښې د پاكستان نمائندګي ما لپاره درناوې دے٬ د دوهم وزيراعظم اسحاق ډار په مشهد كښې د اي سي او وزيرانو كونسل غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste