اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د جامعات د خاص زده كوونكو ډاډګيرنه كولو سره وئيلي دي د انسان اصل طاقت په ذهني صلاحيت كښې پټ دے٬ د ذهني صلاحيتونو موثره استعمال د انسان د كاميابۍ او پرمختګ ضمانت دے۔ دا خبرې ده د اېچ اي سي د الېكټرك وهيل چيئرز وېش په لړ كښې دستورې ته كولې۔ په دستوره كښې د وزيراعظم د الېكټرك وهيل چيئرز سكيم له مخې 50 زره زده كوٶنكو ته دغه چيئرز وركړې شوې۔په دې موقع احسن اقبال د نوموړي سائنس مدار اسټيفن هاکينګ مثال وركولو كښې ووئيل هر صحت مند كس يا په جسماني توګه چېلنج كړے شوے كس د ذهني صلاحيتونو استعمال سره ترقي او كاميابي ترلاسه كولې شي۔ د دې نه پس وفاقي وزير احسن اقبال د اېچ اي سي ريسرچ فار انوويشن پورټل هم پرانسته وكړه او هيله څرګنده وكړه چې پورټل به د تعليم څانګې٬ انډسټرۍ او د حكومت ترمېنځه ربط لا مستحكمولو كښې مرستيال وګرځي۔ په دې موقع د اېچ اي سي اېګزېكټو ډائرېكټر ډاکټر شائسته سهېل د پورټل په ګټه او خصوصيات بريفنګ وركړو۔
د انسان اصل طاقت په ذهني صلاحيت كښې پټ دے٬ د ذهني صلاحيتونو موثره استعمال د انسان د كاميابۍ او پرمختګ ضمانت دے۔ وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر