زيورخ (سوئټزرلېنډ) 16 جنوري(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د نړيوال اقتصادي فورم 47مې كلنې غونډه كښې ګډون لپاره د ګل په ورځ سوئټزر لېنډ ته رسېدلې دې ٬وزيراعظم سره خپله كورودانې مېرمن كلثوم نواز او د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي هم ملګري دي ٬ ۔ وزیراعظم د نړيوال اقتصادي فورم اېګزېكټو چيئرمېن پروفېسر کلاز شواب په بلنه دا دوره كوي۔ د زیورخ په نړيوال هوائي مېدان جنيوا كښې د ملګرو ملتونو د مشن خاص استازې او سفيره تهمينه جنجوعه او سينئر سوئس چارواكو د وزيراعظم هركلے وكړو ۔ د پراخه سماجي همكارۍ او بشري پرمختګ ودې مقصد له د اقتصادي فورم په زيورخ كښې كېدونكې غونډه د 17 نه تر 20مې جنورۍ دوام لري۔ سږ كال د غونډې سرخط ” موثر او ذمه وار قيات” دے چې پكښې به د كال 2017 په مهال د مشرانو مهمو چېلنجونو ته پام ګرځولې شي۔ وزيراعظم به په دې موقع د پاكستان اقتصادي كاميابو او د مثالي كاروباري او سرمايه كارۍ موقعو رامخې ته كولو سره سره خارجي سرمايه كار نېغه په نېغه راغب كوي۔ په 47مه غونډه كښې به د حكومتي مشرانو ٬كاروباريانو او ?? سول سوسائټۍ نزدې 3 زره كسان ګډون كوي چې پكښې به په دريو كښې يو برخه د اروپا٬ قطبي امريكې څِخه بهر او ??ه دريو كښې يوه برخه كاروباريان او حكومتي مشرانو سره د ټولنې نمائنده شخصيات شامل وي۔ د اقتصادي فورم په موقع به وزیراعظم ګڼ شمېر حكومتي لارښودو او ?? سوداګر مشرانوسره ملاقاتونه كوي۔وزیراعظم به په ډېووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم كلنه غونډه كښې چیئرمېن پروفېسر کلاز شواب، ?? سویډن، ناروے او سري لنکا وزراعظمانو، د هالېنډ ملکه مېکسیما ، د ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر انټونیو ګېوټرېس او ?? سوئټزرلېنډ اولس مشر ډورس لېتھرډ سره هم ملاقاتونه كوي۔ د خارجه دفتر له مخې د كلنې غونډې كال 2017 پرانسته به د چين اولس مشر شي جن پنګ كوي او ??ه دې موقع به ھغه سره د چين چارواكو ??و پلاوي هم ملګرې وي۔ د كلنې غونډې په 400 چوكو ??ښې د نيمو څخه د زياتو پام د پراخه سماجي همكارۍ او بشري پرمختګ ودې لائحې ته ګرځولې شوې٬ د يو زر نه د زياتو كمپنو سي اي اوز به هم په دې فورم كښې ګډون كوي۔د خارجه دفتر له مخې د نړيوال اقتصادي فورم په كلنه غونډه كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف ګډون سره به پاکستان كښې کاروباري ، سرمایہ کارۍ او تجارتي موقعو څخه د نړيوالې ورورولۍ خبرولو له هم مرسته ترلاسه شي۔ پاكستان څخه به د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه وزيره انوشه رحمان او د قامي روغتيا دوهمه وزيره سائره افضل تارړ هم دې فورم كښې د خيالاتو څرګندونه كوي۔ نړۍ كښې د وزارتي پلاويو په دې جامع غونډه كښې به د 70 نه د زياتو هېوادونو ګډون سره سره د ملګرو ملتونو نوې عمومي سېكتر او د نړيوال تنظيمونو ګڼ شمېر مركزي مشران ګډون كوي۔ په دې فورم كښې د ټول كال هلو ځلو او ھغه منصوبو او اقداماتو ته وده وركولې شي كومو څخه چې د ملګرو ملتونو ښه پرمختيائي اهدافو له مرسته تر لاسه كېدې شي۔
وزیراعظم محمد نواز شریف د نړيوال اقتصادي فورم كلنه غونډه كښې ګډون له سوئټزر لېنډ ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر