اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي په ??وش?? ميډيا د عدليه پ?? ضد ناوړه كمپائن چلولے شوے او په دې نوټس جاري كړے شوے، په ??وش?? ميډيا د خبريالانو او يوټوبرز د ځورولو ډنډوره كېږي٬ چا ته نوټس جاري كول د ځورولو په زمره كښې نه ر??ځي۔ د ګل په ورځ د “جي ټي وي” په پروګرام كښې د خبرو په مهال ده ووئيل په قانوني توګه اېف آئي اے د نوټس جاري كولو اختيار لري، اېف آئي اے 32 خبريالانو ، يوټيوبرز او 22 س??اس?? كسانو ته نوټس جاري كړے چې ھغوي دې په فلانۍ نيټه خپل موقف لپاره ر??شي۔ ده ووئيل تر اوسه دا نوټس برقرار دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د آئين ارټيكل 19 له مخئ تنقيد كولو ته آئيني تحفظ ترلاسه دے خو د تنقيد په نامه څوك ذليل كول او د هغوي سپكاوے كول د ذكر شوي ارټيكل په دائره كښې نه ر??ځي۔ ده ووئيل څوك د قانون نه پرته نه دي٬ كه چا د قانون خلاف ورزي كړې نو بايد قانون سره مخ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په ورځپاڼو كښې د هر ډول خبر تصديق لپاره ګېټ كيپر نظام موجود وي، د دې نظام د لارې دا تصديق كېږي چې فلانې خبر سم دے يا نه دے خو په ??وش?? ميډيا ځينې يوټيوبرز يو نوې س??اس?? معيشت تخليق كړے چې ھغه به دومره لوئې دروغ وائي او پروپېګنډا به كوينو د دغې ويوز به دومره زيات رامېنځ ته كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د قانون په خلاف ورزۍ ??ي ټي اے هر يو وېب پاڼه بندولې شي، كه يو خاص وېب پاڼه بنده شوې وي او كه د قانون خلاف ورزي نه وې شوې نو د دغې شكايت ??ي ټي اے ته كېدے شي۔
په سوشل ميډيا د خبريالانو او يوټوبرز د ځورولو ډنډوره كېږي٬ چا ته نوټس جاري كول د ځورولو په زمره كښې نه راځي۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي “جي ټي وي” پروګرام كښې خبرې
Mr. Harlowen Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر