لاهور۔2 فروری(اے پی پی) دو??ير??عظم صلاحكار او د قامي تاريخ او ورثې وفاقي و??ير??رفان صدیقی وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل د و??ير??عظم ٬ د هغه د اولاد ٬ كورنۍ او د قبرونو ټرائل روان دے۔ د پانامه لیکس معامله سترې محكمې ته رسېدلې۔ د انصاف تر راتللو دې انتظار وكړې شي۔ په پوځي عدالتونو به سلا راشي۔ د سړي سر شمېرې په لاره كښې كوم خنډ نشته۔ د چا نظربندۍ يا خوشې كېدو سره د كشمير په مسئله هېڅ اغېز نه پريوځي ۔ ده د زيارت په ورځ اېكسپو سنټر لاهور كښې د انټر??ېش??ل بك فېئر دورې په مهال ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل پوځي عدالتونه په فعاله توګه كار كوي۔ په دې لړ كښې ټولو سياسي ګوندو??و سره تړون لرو او ه??له ده چې په پوځي عدالتونو به ډېر زر سلا راشي ۔ د حافظ سعید د نظر بندۍ مسئلې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كومې پرېكړې كولو په مهال تر ټولو اول د هېواد د ګټې خيال ساتلې شي۔ د چا نظربندۍ يا خوشې كېدو سره د كشمير په مسئله كوم اغېز نه پريوځي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د و??ير??عظم په ژوند ليكلې كتاب به د نصاب برخه نه جوړېږي بلكې پانامه ليكس كېس بايد د نصاب برخه جوړه كړې شي۔ دې نه وړاندې عرفان صديقي مېله كښې د كتابونو د سټالونو خارنه وكړه۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل كتاب كتلو كښې سكون دے۔ ده ووئيل د كتاب مېلې په كاميابۍ اړونده انتظاميه د مباركۍ حقداره ده۔ ده ووئيل دا تاثر غلط دے چې د كتاب مطالعه زمونږ ټولنې څخه ختمېږي بلكې زه دا ګڼم چې دا وده مومي۔ ولې چې كتاب ته د انسان ملګرې وئيلې شي۔ عرفان صديقي ووئيل كتاب او علم كوم حد نه لري۔ ده ه??له ولرله چې دې مېلې ته به په زرګونو كسان راشي او په بېلو سرخطونو به ليكلې شوو كتابونو څخه استفاده وكړي۔
د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د وزيراعظم ٬ د هغه د اولاد ٬ كورنۍ او د قبرونو ټرائل روان دے
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش