اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې ترقي پسند ټولنه جوړولو لپاره مېرمنې په قامي چوكاټ كښې شاملول ضروري دي٬ د ښځينه وزيراعلیٰ انتخاب په هېواد كښې د مېرمنو سياسي عمل او د هېواد پرمختګ او تعمير كښې د فعاله كردار عكاسي ده۔ س??يكر اياز صادق دا خبره د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې كومه چې هر?? كال ?? مارچ په 8مه نيټه لمانځ??ې كېږي۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ او تعمير لپاره په هر?? څانګه كښې مېرمنو ته مساوي موقعې وركول ضروري دي، د ټولنې پرمختګ او سوكالۍ َپاره د مېرمنو د كردار ستائنه كولو سره سپيكر د ژوند په هر?? څانګه كښې مېرمنو ته د مساوي موقعو وركولو او د ډاډګيرنې په ضرورت زور رواړو۔ ده په ګرده نړۍ كښې مېرمنو سره د امتيازي سلوك خاتمې، د جبر او تشد لاره نيول او د دوي د حقونو تحفظ لپاره په نړيواله كچه مشتركه هڅې او ضروري قانون سازۍ لپاره په عملي اقداماتو په ضرورت هم زور رواړو ۔ سردار اياز صادق ووئيل زمونږ مذهب مېرمنو ته مساوي حقونه او د دوي ته عزت او ??حت??ام وركوي او د صنفي امتياز په سختۍ سره ممانعت كوي۔
ترقي پسند ټولنه جوړولو لپاره مېرمنې په قامي چوكاټ كښې شاملول ضروري دي۔ سردار اياز صادق
Wild Robbers Official Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : apostas quina