اسلام آباد 23 جولائي (اے پ?? پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب فنانس ډويژن كښې د ??وډ??ز ريټنګز اس??ازو سره زوم ميټنګ وكړو۔په غونډه كښې د وزارت اعلٰی چار??اك?? هم ګډون وكړو۔د خزانې وفاقي وزير د غونډې پېل د پاكستان معاشي نقطه نظر په اړه بريفنګ وركولو سره وكړه۔ده د غېر ملكي زرمبادلې ذخيره 9 ارب امريكائي ډالره څخه زياتولو٬په 12.6 فيصد مستحكم افراط زر او غېر ملكي ترسيلات كښې 7.7 فيصد په زړه پورې اضافې رڼا واچوله۔د خزانې وزير ووئيل مالي كال 2024 كښې به د ټيكس په وصولۍ كښې 30 فيصد اضاضه كولې ش?? او د ټيكس وصولي به په پراخه پيمانه موثره جوړولې ش?? چې پكښې په اېف بي آر كښې نوې زرعي ټيكس او ډيجيټل اقدامات شامل دي۔ده په بريفنګ كښې ووئيل يو لك 50 زره څخه زيات د خوراك خرڅوونكو په وړومبي ځل ټيكس وركونكو په توګه اندراج كړے كوم چې د ټيكس بنياد پراخه كولو پلو يو مهم پېشرفت دے۔د خزانې وزير ووئيل تر مالي كال 2027 محصولات د جي ډي پي تر 3 فيصد زياتول دي چې پكښې د جي ډي پي يو فيصد بنيادي سرپلس پروژې هم شاملې دي كومې چې د مالياتي اس??حكام او پرمختګ لپاره ضروري دي۔وفاقي وزير محمد اورنګزېب د ??وډ??ز اس??ازو ته د آئي اېم اېف سره د پاكستان 9 مياشت بائي ارینجمنټ د كاميابې بشپړتيا په اړه خبر كړو او په ميكرو اكنامك اشارو د دې په مثبت اثرات ئې زور راوړو۔ده د پاكستان پرمختيائي پروژې مالي اعانت په اړه د ګڼ اړخيزه ادارو باور رامخې ته كړو او ??وډ??ز ئې د مينځنۍ مودې يو نوې پروګرام لپاره د آئي اېم اېف سره پاكستان په دې وروستيو كښې د اسټاف ليول د شوې ايګريمنټ نه خبر كړو۔د خزانې وزير د توان څانګې او سركاري ادارو كښې په جاري اصلاحات زور راوړو چې پكښې د نجكارۍ او د حقوق سازۍ هڅې شامل دي چې مقصد ئې آپرېشنل كاركردګي او ګورننس ښه جوړول دي۔د ??وډ??ز ريټنګز اس??ازو جامع بريفنګ وستائېلو او قوي مالياتي اصلاحات او اسټرټيجك اقدامات د لارې ئې د پاكستان په اقتصادي راهدارۍ د باور څرګندونه وكړه۔
د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب د موډیز ریټنګز استازو سره زوم ميټنګ
Virtual Sports Integrity Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ