لاهور۔5 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف د فلسطين په مسئله د ټولې اسلامي نړۍ ترجماني وكړه ٬ د حكومتي اقداماتو له امله ګراني سنګل ډېجټ ته راغلې ده ٬ انتشاري ډله د پاكستان پرمختګ ليدلے نه شي ، د خیبر پښتونخوا نه سوا په ګرد هيواد كښې ګراني مخ په كميدو ده ٬ كوم شرخوښې به ريډزون ته نزدې كيدو ته نه پريږدؤ٬ احتجاج كول په اصل كښې اېن آر او اخستل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په ماډل ټاؤن كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ??وئ??ل د وزيراعظم هڅو او ستړو سره سفارتي ځا??له والې ختم شو او زمونږ خارجه پالېسي په سم لوري روانه ده٬ نړۍ د پاكستان د معاشي بهترۍ اعتراف كوي او پاكستان سره تجارت كښې خوښي لري۔ وزیراعظم په ايو اېن او غونډه كښې د فلسطين په مسئله د ټولې اسلامي نړۍ ترجماني وكړه او په فعاله ډول يۍ د فلسطين مقدمه وړاندې كړه۔ په ي?? اېن غونډه كښې چې پاكستان ته كوم درناوې ترلاسه شوه ټولې اسلامي نړۍ لپاره د وياړ وړ دے۔ ده ??وئ??ل وزيراعظم د كشمير مقدمه اولس ته وړاندې كړه او مقبوضه كشمير كښې روان هندي ظلم يۍ نړۍ ته په ډاګه كړو۔ ده ??وئ??ل د آئي اېم اېف اېم ډي د وزيراعظم پالېسۍ ستائلو سره وئيلي چې كه ته نه وې نو هېواد به ډيفالټ شوے ؤ۔ د ملائیشیاء د وزیراعظم د پاكستان اوسنۍ دوره كاميابه وه٬ د سعودي عربستان پلاوې ډېر زر د پاكستان دوره كوي ٬ بهر څخه د راتلونكے مېلمه د پاكستان عزت وي۔ ده ??وئ??ل د كال 2018ء حكومت پاكستان آئیسولېشن سره مخ كړو او د هېواد خارجه پالېسي يۍ دومره كمزورې كړه چې كوم هېواد باكستان سره تجارت كولو ته چمتؤ نه ؤ۔ ده ??وئ??ل د هېواد د معيشت بېړۍ چپه شوې وه ۔ ده ??وئ??ل اوس د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے نو پي ټي آئي په هېواد كښې د دھرنو سياست ته ي?? وارې بيا وده وركوي۔ مخالفين حالات خرابولو سره د هېواد معيشت ته بيا زيان رسول غواړي۔ ده ??وئ??ل د كے پي وزيراعلی يو غېر سنجيده انسان دے هغه د كے پي كے پوليس اوښكې بهوؤنكې ګېسونو سره په اسلام آباد بريد كولو راولي ، په رېډ زون كښې د دھرنې مقصد كار سركار مفلوج كول دي۔ ده ??وئ??ل پي ټي آئي هېواد سره دښمني لرونكي خلق دي دوئي ته به رېډ زون ته د نزدې كېدو اجازه وركولې نه شي۔ ده ??وئ??ل په اسلام آباد كښې د اېس سي او غونډه كېدونكې ده په كومه كښې چې د 12 هېوادونو مشران څو لسيزې پس اسلام آباد ته راځي۔ د اېس سي او غونډې سبوتاژ كول هڅه كولې شي خو كوم شرخوښي ته به د دې اجازه وركولې شنه شي۔ ده ??وئ??ل دا څومره د شرم خبره ده چې زمونږ د ګاونډي دښمن هېواد خارجه وزير ته د پي ټي آئي لارښود بېرسټر سېف په خپل احتجاج كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ حال دا دې چې په نړۍ كښې نور هېوادونه هم شته ٬ د هغوي خارجه وزيرانو ته ولې بلنه نه ده وركړې شوې۔ دې څخه دا ښكاره كيږي چې پي ټي آئي سره تعلق لرونكي وطن سره څومره مينه لرونكي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل د لاهور په شمول په ګرد هېواد كښې د اولس د ځا?? او مال حفاظت زمونږ ذمه واري ده كومه به چې مونږ په هر صورت ترسره كوؤ۔ ده ??وئ??ل چې يو تن دا ښكاره وايي چې زه په اسلام آباد سره د وسلې بريد كولو له راروان يم او هغه د هېواد د وضعې خرابولو هڅه وكړي نو مونږ بيا غلې پاتې كېدې نشؤ۔ ده ??وئ??ل په راتلونكي وخت كښې به كے پي كے څخه دا غږ پورته كېدل پېل شي چې علي امين لږ سوچ وكړه او په صوبه كښې ګراني كمه كړه۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل چې د علي امين لخوا كومه مطالبه نه ده رامخې ته شوې٬ د هغه مقصد يوازې محاذ آرائي زياتول او داسې حالات رامخې ته كول دي چې څوك پاكستان ته سرمايه كارۍ كولو له رانشي۔
انتشاري ډله د پاكستان پرمختګ ليدلے نه شي ، د خیبر پښتونخوا نه سوا په ګرد هيواد كښې ګراني مخ په كميدو ده ٬ كوم شرخوښې به ريډزون ته نزدې كيدو ته نه پريږدؤ: عطاﺀ تارړ
R88 इलेक्ट्रॉनिक अखंडता सट्टेबाजी लिंक
APP02-041024
ISLAMABAD: October 04 - Federal Minister for Information and Broadcasting Attaullah Tarar addressing a press conference. APP/ABB
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔