اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د سپریم کورټ بار ایسوسی ایشن صدراتی ټاكنو كښې په كاميابۍ نوې منتخب شوې صدر م??اں رئوف عطاء او د انډیپنډنټ ګروپ مشر احسن بھون له مبارکي وركولو سره ??يله څرګنده كړه چې نوې منتخب شوي عهدیدار به د وكيلانو مسئلو حل كولو پشمول په مهمو قانونی او عدالتی چارو كښې مثبت او كوټلې کردار ترسره ??ړي۔د نهي په ورځ د وزیراعظم آفس پریس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د سپریم کورټ بار ایسوسی ایشن ټاكنو کښې په کامیابۍ د ګروپ ټولو مشرانو له مباركي وركړه۔ده ووئيل هيله لرم چې نوې منتخب شوې صدر م??اں رؤف عطاء پشمول ټول عهدیدار به د بار او وكيلانو ښېګړے لپاره ??ار وكړي، وکيلانو به په 26م آئینی ترمیم عملدرآمد، آئین او پارلیمان سرلوړۍ لپاره خپل مثبت کردار روان وساتي۔ده ووئيل ټول وكيلان د مبارکۍ مستحق دي كومو چې رؤف عطاء په صورت كښې د ښه قیادت انتخاب کړې۔
وزیراعظم محمد شهباز شریف د سپریم کورټ بار ایسوسی ایشن صدراتی ټاكنو كښې كامياب شوې نوې منتخب صدر او انډیپنډنټ ګروپ مشر له مبارکي وركړه
Jia Electronics reliable entertainment website
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا