اسلاآباد ۔11 نومبر (اے پ?? پي) د لوك ورثه اسلام آباد تر سېوري لاندې لوك مېله كښې په دويمه ورځ هم د زرګونو خلقو ګډون دوام لرلو ٬ د څلورو واړو صوبو بشمول د ازاد كشمير او ګلكټ بلستان پوېلېن كښې د مقامي كلتور په زړه پورې نظارې تر سترګو كېږي ٬ په پښتونخوا كلچر پوېلېن كښې د لباس او د لاس نورو جوړو څيزونو سره تاريخي څيزونه او د ناويته څيزونو سره په خاص توګه د مارګلې په لمن كښې نن د ګل په يخه ورځ ګدون كوونكې د رباب د ټنګ سره د كباب د خوند نه هم ښه مستفيد شول۔په دې م??له كښې د ګرد هېواد د څلورو واړو صوبو د متنوع كلتور احاطه شوې چې پكښې د جامې پېزار نه واخله تر لاس جوړو څيزونو ٬ د خوراك څښاك څيزونو بشمول د تاريخي ٬ ښارونو او د كلي وال كلتور سره د لوك موسيقۍ وړاندې كولو بندوبس?? هم شوے ٬د پښتنوخوا په پوېلين كښې د رباب ټنګ او د اتڼ پشمول د شكر پړيا په يخه ف??اﺀ كښې د كباب كړهي د مېلې رنګ او خوند يو په دوه كړے ٬د پښتونخوا پوېلين كښې زياتره خلق په قهوه ٬ كباب ٬ اتڼ ٬ رباب او ر??اياتي لباس كښې ډېره خوښي لري ۔دا مېله جې تر 17 نومبر به دوام لري ورله د نورو خلقو بشمول د سكول ٬ كالجونو او د پوهنتونونو زده كوونكو سره غېر ملكي هم ښه په شوق راځي۔
اسلام آباد ٬ لوكه مېله كښې د پښتون كلتور په زړه پورې ننداره ٬ د رباب ټنګ او د كباب خوند ګډون كوونكې ځان ته متوجه كړل
Fortune Tree Honest Betting Platform
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز