اسلام آباد۔25 مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي د ??ېړ??ا اوړو په وېش كښې به كوم هم كمې زغملې نه شي ٬ د ??ېړ??ا اوړو مركزونو كښې دې بې نظير انكم سپورټ پروګرام او نادرا كاؤنټرز باوري كړې شي۔ د خالي په ورځ وزيراعظم په كمپني باغ سرګودھا كښې د ??ېړ??ا اوړو وېش مركز دوره وكړه۔ وزيراعظم د اوړو د وېش د تګلارې جاج واخست۔ د سرګودھې كمشنر وزيراعظم ته د ??ېړ??ا اوړو وېش په اړه بريفنګ وركړو۔ ده د وېش تګلارې د لا پياوړتيا هدايت وكړو۔ دغسې وزيراعظم د وېش مركزونو شمېرې زياتولو امر هم وكړو۔ ده ووئيل كه اولس په دې سكيم كښې د انتظاميې مرسته وكړي نو مسئلې به زر تر زره حل شي۔ وزیر اعظم ډپټي كمشنر ته هدايت وكړو قطارونه لويې لګېدل?? دي ٬ روزه دارو ته بايد آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل په سرګودھا كښې درې مركزونه دي٬ نګران اعلی وزير او د هغه ډله د وېش انتظام په غوره ډول وي۔ وزيراعظم ووئيل بې وزله وګړيو ته د ګران?? په دې دور كښې د ??ېړ??ا اوړو وركول د ستائې وړ ګام دے ٬ دا خدمت نه بلكې عبادت دے۔ ده ووئيل د دې مستحقينو په دعا به كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان مخ په وړاندې لاړ شي۔ د پاكستان په 75 كلن تا??يخ كښې په اولني ځل وګړو ته ??ېړ??ا اوړه وركولې شي۔ ده ووئيل اولس دې هم انتظاميې سره مرسته وكړي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د پنجاب اعلی وزير او انتظاميې ته مباركي وركوم۔ وزيراعظم شهباز شريف په دې موقعه د وګړو شكايتونه واورېدل او مستحقو وګړو ته ي?? په خپل لاس اوړو هم وركړل۔ د دې سكيم لاندې وګړو ته د كورن?? په سر د اوړو درې تھېلې وركولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وزيراعظم پخپله دا دورې د اوړو وېش كښې د بدنظمۍ شكايتونو په رامخې ته كېدو پېل كړ?? دي۔
د ويړيا اوړو په ويش كښې به كوم كمې زغملې نه شي ٬ د ويړيا اوړو مركزونو كښې دې بې نظير انكم سپورټ پروګرام او نادرا كاؤنټرې باوري كړې شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف په سرګودھا كښې د ويړيا اوړو ويش مركز دورې په موقعه خبرې
Queen's Banquet APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر