کراچی۔9اپریل (اے پی پی) د پاكستان ??يپلز ګوند چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د 1973 آئين زمونږ ملي تګلاره او د وفاق زنځير دے۔ د بلاول هاؤس ميډيا سيل لخوا جاري شوي بيان ترمخه هغه د 1973ء د آئين د ګولډن جوبلي په موقعه ټول اولس ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل د كال 1973 آئين د هېواد د اولني ټاكلي شوي وزيراعم شهيد ذوالفقار علي بھټو اولس ته يوه ډالۍ او يو امانت دے۔ ده ووئيل هغه ټولو سياسي مشرانو ته سلام وړاندې كوو كومو چې قام لپاره د يو متفقه آئين په جوړولو كښې خپل كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل 14 اګست 1947 څخه وروستو زمونږ د قومي تاريخ دويمه مهمه ورځ د 10 اپرېل 1973 ده۔ ده ووئيل زمونږ هېواد يو اسلامي هېواد د?? او زمونږ د آئين روح اسلامي تعليمات دي۔ زمونږ هېواد د جمهوريت پسندو هېواد د?? ٬ زمونږ دستور يو جمهوري دستور دے۔ ده ووئيل د آئين په جوړولو او د د?? په ساتلو كښې پيپلز ګود ځانګړے تاريخ لري۔ شهیدې محترمه بېنظیر بھټو د آمر ضیاء الحق او پخواني صدر آصف علي زرداري د جنرال پروېز مشرف لخوا په آئين كښې كړې بدلونونه كاميابۍ سره لرې كولو سره د كال 1973 آئین په خپل حقيقي شكل كښې بحال كړو۔ ده ووئيل پاکستان ??یپلز ګوند د آئين حفاظت ٬ په دې عملدرآمد او جمهوري نظام سره ولاړ دے او آئين د موم پوزه ګڼونكي سوچ ته د ماتې وركولو عز?? لري۔
د 1973 آئين زمونږ ملي تګلاره او د وفاق زنځير دے٬ بلاول بھټو زرداري
Midas into gold APP game website
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت