اسلام آباد۔16مارچ(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د جمهوري نظام استحكام ٬ د قانون حكمرانۍ او د آئين بڅ لاسي له به سېنېټ آف پاكستان خپل كردار ترسره كوي٬ نړۍ دې په ماحولياتي آلودګۍ كښې د يو فيصد كردار نه لرلو باجود د پاكستان ځپلے كېدو ادراك وكړي او پاكستان سره دې اودرېږي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ ګولډن جوبلي دستورو په موقع مباركۍ وركولو كښې ده ووئيل د دې دستورو په مهال د ټولنې د بېلو طبقو استازو د خيالاتو څخه د خبرېدو موقع ترلاسه شوې ۔ د نوموړو كاروباري شخصياتو ٬ وكيلانو او خبريالانو خيالات رامخې ته شوي۔ د دې ايوان په کمېټي آف دی هول كښې د بدلون تصور په زړه پورې ؤ او ټولو مېلمنو له دلته د خيالاتو څرګندونې موقع وركول يو مهم ګام دے۔ ده ووئيل د جمهوري نظام استحكام ٬ د قانون حكمرانۍ او د آئين سرلوړۍ له به د سېنېټ آف پاكستان خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د سېنېټ كردار په نړيوالو فورمونو پياوړے پاتې شوے ٬ خپل نكته نظر يۍ بيان كړے۔ ده ووئيل د نړيوالې ورورولۍ په اسلام آباد كښې د تعينات سفارتكارو لويه شمېره دلته موجود ده ٬ دې څخه ګټه پورته كولو له به په نړيواله كچه د ماحولياتي چېلنجونو په اړه خبره وكړم۔ ده ووئېل تېر كال د ګرمۍ موسم كښې د پاكستان په بېلو سيمو كښې سېلاب د دې د لاسه راغلو۔ مونږ په نړيواله كچه دې سره اړوندې چارې پورته كړې۔ پاكستان په نړيواله آلودګۍ كښې يو فيصد برخه هم نه لري بيا يۍ هم د دې زيات زيان پورته كړے ۔ده ووئېل مونږ نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوؤ چې هغه دې راوړاندې شي او خپل كردار ترسره كولو سره دې پاكستان سره اودرېږي
د جمهوري نظام استحكام ٬ د قانون حكمرانۍ او د آئين بر لاسي له به سېنېټ آف پاكستان خپل كردار ترسره كوي
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ