اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د پ??لك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د شورؤ په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د پي اېس سي چيئرمېن نور ع??لم خان په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو په شمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود په غونډه كښې په خوصي توګه ګډون وكړو۔ په دې موقعه د ده او د پي اے سي چيئرمېن ترمينځه خوندوره مكالمه وشوه۔ نور ع??لم ووئيل څنګه دې پېښه وكړه؟ طلحه محمود ووئيل ستا احتسباب له راغلے يم۔ نن سبا د خپل مېنډېټ نه لرې كار كوے٬ د آډټ اعتراضونو په ځايې په نورو چارو بحث كوے۔ نور ع??لم ووئيل پي اے سي په كوم پبلك پټيشن هم نوټس اخستې شي۔ نورعالم خان ووئيل مونږ ذاتي ګټو له كار نه كوؤ۔ چرته هم چې د اولس پېسه ضائع كېږي پي اے سي ??ه متحرك كېږي۔ پی اے سی د درې اربه ډالرو قرضې په معامله اېف آئي اے او نېب ته په تېر دور كښې د درې اربه ډالرو د آسانو قسطونو د اجراﺀ په معامله د مشتركه انكوائرۍ هدايت وكړو او اېف آئي اے ٬ نېب او آډيټر جنرل په 15 ورځو كښې د انكوائرۍ بشپړ كولو هدايت وكړو۔ پی اے سی د اېف سي ??هلكارو په تنخاګانو كښې د اضافې سفارش كولو سره ووئيل د قانون نافذ كوؤنكو نورو اهلكارو تنخاګانو كښې دې هم اضافه وكړې شي۔ پي اے سي ووئيل وزیراعظم، د دفاع سېكتر ٬ د كورنيو چارو سېكتر او د خزانې وزارت ته خواست دے چې هغه دې د اهلكارو تنخاګانې زياتې كړي۔
د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښې غونډه ٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود خصوصي ګډون
Crazy Money Roller Coaster Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena