اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني وئيلي دي د فلسطين په ضد د اس??ائ??لي جارحيت په اړه د پاکستان پشمول ټولې ??سلامي نړۍ جامع او يو ډول موقف اختيار كړے دے٬ په غزه كښې دې په سمدستي توګه جنګ بندي وكړې شي٬ اس??ائ??ل دې مقبوضه سيمې خالي كړي او فلسطينانو ته دې په بشري بنيادونو مرسته وركول باوري كړي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې په بے ګناه فلسطينانو د اس??ائ??لي ظلمونو په ضد په تحريك بحث راغونډولو كښې خارجه وزير ووئيل فلسطينانو لپاره په مدلل انداز په غږ پورته كولو ايوان ته پېرزوئنې وړاندې كوم لكه څنګه چې د كشمير كشاله د ډېرې مودې نه حل طلب شخړه ده دغسې د فلسطين مسئله هم ده، په دواړو مسئلو د ملګرو ملتونو قراردادونه موجود دي خو عملدرامد پرې نه دې شوے ۔ ده ووئېل نن مونږ فلسطينانو سره د يووالي څرګندونه كوٶ ٬ دا زمونږ مذهبي او قامي فريضه ده ٬ څنګه چې فلسطينيان د اس??ائ??ل د غاصبانه قبضې نه پس ظلم او استبداد سره مخ دي او د زرګونو په شمېر فلسطينيان شهيدان شوي دي مونږ د دغې غندنه كوٶ او د فلسطين اولس سره د يووالي څرګندونه كوٶ، ده ووئېل د دوي هر ډول ممكنه مرسته كول ز??ونږ قامي فريضه ده او د اهميت وړ ده۔ ده ووئيل په جباليه د اس??ائ??ل په بريد كښې د سلګونو په شمېر كسان شهيدان شوي٬ د اس??ائ??ل بريدونه يواځې تر غزه محدود نه دي بلكې د دې دائره كار د مقبوضه بيت المقدس پشمول تر نورو سيمو خپور شوے ٬ د فلسطين په مسئله پاكستان فعاله كردار لوبولے دے، مونږ په سپينو ټكو بيان وركړے ٬ده ووئېل حكومت او سېنېټ هم په دې لړ كښئ واضح پېغام وركړے ، نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د فلسطين صدر محمود عباس سره ټېلي فوني خبرې كړې ما خپله د او آئي سي خارجه وزيرانو سره خبره كړې او د سعودي پشمول نورو هم خيال هېوادونو سره په ګډه مو په دې لړ كښې يو ډول دريځ اختيار كړے ، ده ووئېل پاکستان او سعودي عرب د او آئي سي ??شترکه غونډه رابللې چې پكښې د ټولو هېوادونو خارجه وزيرانو ګډون كړے او په غونده كښې په اتفاق يو قرارداد منظور كړے شوے چې پكښې وئيلي شوي چې په سمدستي توګه دې جنګ بندي وكړې شي، د غزه پشمول په ځپلې ??يمو كښې دې په انساني بنيادونو په سمدستي توګه مرسته وكړې شي،بنديوان دې خوشې كړے شي او د امن عمل دې پېل كړے شي٬ ده ووئېل اس??ائ??ل د نړيوال قوانين او بشري حقونو خلاف ورزي كړې او اخلاقي اقدار ئې پامال كړي، په كال 1967 كښې قرارداد نمبر 242 په اتفاق سره منظور كړے شوے ٶ، چې پكښې ملګرو ملتونو د اس??ائ??ل قبضه ناجائزه ګرځولې ??ه ٬ ده ووئېل دوېم قرارداد 478 د اهميت ور دے چې پكښې وئيلي شوي چې كومو هېوادونو خپل سفارتونه مقبوضه بيت المقدس ته منتقل كړي ھغوي دې بېرته اس??ائ??ل ته منتقل كړي ٬ درېم قرارداد 2334 دے دې كښې هم په مقبوضه سيمو كښې د اس??ائ??ل اباد كاري ناجائزه ګرځولې ??وې او اس??ائ??ل د دې قراردادونو پالنه نه ده كړې۔ده ووئېل زمونږ پلويانو په دې قراردادونو عمل كولو لپاره په اس??ائ??ل ز??ر رواړے۔ ده ووئيل د پاکستان د پاليسي ??ه کليدي نکات كښې شامل دي چې اس??ائ??ل دې د مقبوضه سيمو نه اوځي٬ د بشري حقونو خلاف ورزۍ دې بندې كړي او د ملګرو ملتونو د قراردونو له مخې دې آزاد فلسطيني رياست جوړ كړي چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔ ده ووئيل مونږ ټول د فلسطينيانو آزادۍ، امن او روښانه سباٶن له خوښي لرو٬ هيله لرو چې انصاف به په ظلم او جبر برے ومومي او نړيوال عالمي ضمير به په تنګ نظرۍ آډانه مفادات ته د ماتي وركولو جوګه شي۔ ده ووئيل د حكومت او اولس لخو يو ځل بيا د دې عزم پخلے كوم چې فلسطيني اولس سره ولاړ وٶ او تل به ولاړ يو
د فلسطين په ضد د اسرائيلي جارحيت په اړه د پاکستان پشمول ټولې اسلامي نړۍ جامع او يو ډول موقف اختيار كړے ۔ وزير خارجه جليل عباس جيلاني
Santa’s gift rush entertainment platform link
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری