اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)نګران و??ير??عظم انوار الحق كاكړ هېواد كښې د پوليو په كيسونو د اندېښنې څرګندونه كولو سره وئېلي دي دا زمونږ لپاره د فكر وړ خبره ده چې د ټولې نړۍ څخه د پوليو خاتمه شوې خو په پاكستان او افغانستان كښې دا وائ??س اوس هم موجود دے٬د پوليو مخ نيوي په اړه دې راتلونكې ك??ل بېړني پلان جوړ كړے شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د پوليو مخ نيوي ټاسك فورس جائزې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د صحت نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان٬د خېبرپښتونخوا نګران و??ير??علٰی جسټس(ر)ارشد حسېن شاه٬ د نېشنل ټاسك فو??س اعلٰی چارواكي٬چيف سېكريټريز٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو استازو او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون كولو ۔و??ير??عظم د پوليو كيسونو په اوسني رپورټ د تشويش څرګندونې كولو سره ووئېل دا زمونږ لپاره د فكر وړ خبره ده چې د ټولې نړۍ څخه پوليو خاتمه شوې خو په پاكستان او افغانستان كښې اوس هم دا وائرس موجود دے ۔دغسې و??ير??عظم د پوليو مخ نيوي لپاره راتلونكې ك??ل د ايمرجنسي پلان جوړولو هدايت وكړو ۔و??ير??عظم سپارښتنه وكړه چې د پوليو وائرس په اړه دې هائي رسك يونين كونسلو كښې په بېړني بنيادونو جامع پروګرام پېل كړے شي۔ده سپارښتنه وكړه چې په دې سيمو كښې دې انجیکټ ایبل پولیو وائرس د معمول اميونائيزېشن پروګرام سره وتړلے شي۔و??ير??عظم د پوليو ويكسي نېشن په اړه د مانيټرنګ نظام لا ښه والي او په دې لړ كښې د جديدې ټېكنالوجۍ كارولو هم سپارښتنه وكړه ۔دغس ې و??ير??عظم پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي لپاره د نړيوالې ورورولۍ او ډوېلپمنټ پارټنرز كردار وستائېلو۔ده ووئيل د كوپ 28 په مهال د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګيټس سره په ملاقات كښې د پوليو خاتمې له د مرستې لا زياتولو په اړه اتفاق راغلے ؤ ۔و??ير??عظم سپارښتنه وكړه چې علماﺀ٬استاذان٬مو او پلار پشمول ټول سټيك هولډرز د پوليو مخ نيوي خبرتيا په كمپائن كښې شامل كړئ۔ده ووئيل د پوليو ويكسين د ماشومانو صحت٬روزنې او سباؤن لپاره ډېر مهم دي۔ده ووئيل د هېواد د ماشومانو محفوظ او صحتمند سباؤن لپاره د ټولنې هر كس له د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې ك??دار ادا كول پكار دي۔ده سپارښتنه كړې چې د پوليو مخ نيوي كښې د علماﺀ په مهم كردار دې علماﺀ كنونشن وكړے شي۔و??ير??عظم د پوليو مخ نيوي كمپائن په مهال د پوليو وركرز امنيت لا ښه والي او فول پروف جوړولو سپارښتنه هم وكړه ۔غونډې ته ووئيل شو?? په ډېره اسماعيل خان هائي رسك زون كښې خاص پوليو هېلت كيمپس جوړ كړے شوے٬بنو٬لكي مروت او ټانك سيمو كښې د پوليو هېلت كيمپس جوړولې شي۔غونډه خبر كړې شو?? چې د پوليو مخ نيوي اوسنو كمپائنونو كښې تراوسه 44 ملين ماشومانو ته ويكسي نېشن شو?? ۔غونډې ته ووئيل شو?? د پنجاب٬بلوچستان پشمول ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير پوليو فري دي او د جنوبي خېبرپښتونخوا ځينې يونين كونسلز پوليو څخه زيات متاثره دي ٬دغسې د دې نه علاوه په غېر قانوني توګه مېشته افغان وګړو ستنېدو عمل كښې پېښور٬نوښار او د چمن ریپیټری ایشن مركزونو كښې د پوليو ډلې خذمات ترسره كوي۔
نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د پوليو په كيسونو د اندېښنې څرګندونه وكړه ٬د پوليو مخ نيوي لپاره د بېړني پلان جوړولو سپارښتنه
Huge treasure entertainment platform APP
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری