اسلام آباد ۔12جولائی(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزيراعظم نذير تارړ وئيلي دي د مخصوص چوكو په اړه د سپريم كورټ پرېكړې له امله حكومت كوم چېلنج سره نه دے مخ شوے ٬ حکومت د 209 غړو ښكاره اكثريت لري٬ په ظاهره عدالت د آرټیکل 51 او 106 تشريح كولو په ځاے دغه يو وارې بيا تحرير كړي٬ د دې پرېكړې د لاسه يو شمېر قانوني او آئيني ابهام رامخې ته شوي٬ پي ټي آئي ته هغه ريليف وركړے شو كوم چې هغوي ??وښتے نه دے٬ د وفاقي كابينې پرېكړې او د سياسي ګوندونو په مشاورت به د نظر ثانی اپیل كوول پرېكړه كولې شي۔ د جمعې په ورځ د سپريم كورټ لخوا د مخصوص چوكو په اړه د پرېكړې راتللو څخه وروستو خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل دې پرېكړې سره يو شمېر قانوني او آئيني پوښتنې رامخې ته شوې۔ د آرټیکل 51 له مخې د درېو ورځو د شرط به څه كيږي؟ د تحریک انصاف د آزادو غړو دريځ دا ؤ چې مخصوص چوكۍ دې سن?? اتحاد كونسل ته وركړې شي۔ ښكاري داسې چې عدالت د آرټیکل 51 او 106 تشريح كولو په ځاے دا يو وارې بيا تحرير كړې٬ د سپريم كورټ د پرېكړې د مندرجات جاج اخلؤ۔ ده وئيل د مخصوص چوكو په اړه قانون موجود دے٬ دا چوكۍ سن?? اتحاد كونسل ته وركړې كېدې ش??ې٬ په كېس كښې پي ټي آئي خو فريق هم نه ؤ ٬ د تحريك انصاف آزادو غړو كاميابي ترلاسه كولو څخه وروستو كوم فورم ته رجوع ونه كړه٬ ده ووئېل سن?? اتحاد كونسل غېر مسلم خپل غړے نه تسليموي ٬ له دې كبله هغوي ?? خپل منشور له مخې هغه اقليتي چوكۍ ترلاسه كولې نه شي۔ اعظم نذير تارړ ووئيل تر كومې چې تفصيلي پرېكړه راغلې نه وي په دې اړه نوره رائے وركول ممكن نه ده ۔ ده ووئيل د نظر ثانی اپیل په اړه زه په ذاتي توګه رائے نه شم وركولې ٬ دا معامله به وفاقي كابينې ته وړاندې كولې شي۔ د هغې پرېكړې نه غېر دا نه شم وئيلې چې نظر ثاني اپيل به دائر كړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل تر ټولو زياتې ښې عدالتي پرېكړې هغه وي په كومو چې څوكه كومه خبره ونكړي٬ عدالتي پرېكړې ابهام او پوښتنې رامخې ته كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زه به دا آئيني معامله سياست سره ګډه نه كړم ،حکومت د 209 غړو ښكاره اكثريت لري ، په بجټ غونډه كښې هم په حكومتي بنچونو اكثريت ؤ۔ د قانوني كارروائۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښی وفاقي وزير ووئيل د سياسي ګوندونو به مشاورت سره به د نظر ثانۍ او قانوني كارروائۍ كولو پرېكړه كولې شي۔ سياسي ګوندونه به پخپلو مجلس عامله غونډو كښې دې معاملې ته پام وكړي۔ ده ووئيل پي ټي آئي ته هغه ريليف وركړے شو كوم چې هغوي ??وښتے هم نه ؤ ۔
د سپريم كورټ په پرېكړه حكومت كوم چيلنج سره نه دے مخ شوے ٬ په پرېكړه يو شمير آئيني او قانوني ابهام رامخې ته شوي٬ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ
ड्रेगन और ट्रेजर्स विश्वसनीय मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria