اسلام آباد۔19اګست(اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو، قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي حكومت له وړومبۍ ورځې څخه د بجلۍ په ب??ون?? كښې ريليف ،په ګرانۍ كښې كمي او د اولس په ژوند كښې ??سا??ۍ راوستلو ته پام ګرځولے دے٬ وفاق تر 200 يونټ بجلي كارؤنكو پروټېكټډ او نان پروټېكټډ دواړو صارفينو ته د خپل پرمختيائي بجټ په كمولو درېو مياشتو لپاره د 50 اربه روپو سبسډي وركړه٬ دغسې پنجاب حكومت تر 500 يونټ بجلي كارؤنكو صارفين ته د خپل بجټ څخه د 45 اربه روپو ريليف وركړو٬ د وفاق او صوبائي حكومتونو دا اقدامات بايد وستائېلے شي ٬ نور صوبائي حكومتونه هم دغسې ريليف اولس ته وركولے شي۔ دا خبره ده د ګل پ?? ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پ?? هېواد كښې د بجلۍ د ب??ون?? په اړه يو بحث پېل شوے٬ موجوده حكومت چې له كومې ورځې څخه اقتدار ترلاسه كړے يو مقصد لري او هغه د بحلۍ ب??ون?? كښې اولس ته ريليف وركولو سره سره ګرانۍ كښې كمے او د اولس ژوند ??سا?? جوړولو له اقدامات كول دي۔ ده ووئيل د حكومت تر ټولو وړومبۍ پام لرنه د بجلۍ په ب??ون?? كښې ريليف وركولو ته وه۔ ده ووئيل وفاق تر 200 يونټ بجلي كارؤنكو پروټېكټډ او نان پروټېكټډ دواړو صارفينو ته د خپل پرمختيائي بجټ په كمولو د 50 اربه روپو سبسډي او د يونټ په سر 4 څخه تر 7 روپو ريليف وركړو كوم چې جون ٬ جولائي او اګست مياشتې لپاره ؤ ۔ ده ووئيل دې څخه وروستو د پنجاب حكومت تر 500 يونټس كارؤنكو صارفينو ته خپل فنډ څخه د 45 اربه روپو سبسډي وركړه۔ ده ووئيل 200 یونټس څخه زياته بجلي كارؤنكو صارفينو لپاره چې پنجاب حكومت كوم ګام پورته كړے هغه نورو صوبائي حكومتونو لپاره ترغيب دے۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د آزادۍ ورځې په موقع اولس ته د پټرولیم مصنوعات په بيعو كښ د كمي ډالۍ وركړه٬ حكومت په ګرانۍ كښې كمي راوستلو له هم ګامونه پورته كوي دغسې چې د هر پاكستاني وګړي ژوند ??سا?? جوړ كړے شي۔ ده ووئيل تېر كال ګراني 23 فيصده وه كومه چې د روان كال پ?? مهال 11 فيصد ته راغلې او هيله ده چې دې كښې به لا كمے وكړے شي۔ ده ووئيل ټ??ل سياسي ګوندونه دې د حكومت دې اقداماتو ستائنه وكړي او دا ماډل دې مخ په وړاندې بوځي دغسې جې د ګرمۍ په مياشتو كښې اولس ته د سبسډي د لارې ريليف وركړے شي۔ ده ووئيل د بجلۍ په بيعو كښې كمي لپاره تلپاتې حل هم رامخې ته كوؤ٬ د بجلۍ وېش كمپنيو نجكارۍ په شمول د بجلۍ غلا مخنيوي لپاره هم ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د آئي پي پيز په شمول نورو چارو لپاره يو ټاسك فورس جوړ كړے شوے د ك??م په سفارشات به چې عملدرآمد كولے شي۔ده ووئيل د وفاق او پنجاب لخوا د ګرمۍ درېو مياشتو لپاره اولس ته د بجلۍ په بيعو كښې وركړے شوے ريليف يو په زړه پورې ګام دے د كوم چې بايد ټ??ل ستائنه وكړي۔
د بجلۍ په بلونو كښې ريليف ٬ په ګرانۍ كښې كمي او د اولس ژوند آسانولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ د وفاق او پنجاب غوندې نور حكومتونه هم اولس ته د بجلۍ په بيعه كښې ريليف وركولے شي٬ عطاﺀ تارړ
Goblin Fortune Reliable Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ