اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف به د لوړې كچې پلاوي سره په دوه ورځنۍ سركاري دوره متحده عرب اماراتو ته روانېږي ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظ?? دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د خپلې دې دورې په مهال د متحده عرب اماراتو له اولس مشر شېخ محمد بن زيد النهيان سره ملاقات كوي په كوم كښې به چې د دواړو اسلامي وروڼوهېوادونو ترمېنځه اقتصادي ٬ تجارتي ا?? د ??رمايه كارۍ څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو او په يو اے اي كښې پاكستاني افرادي قوت لپاره موقعې پېدا كولو سره په اړوندو چارو خبر?? وكړې شي۔ دواړه مشران به د دوه اړخيزو ګ??و په بېلابېلو سيمه ييزو او نړيوالو چار?? د ??يالاتو څرګندونه هم كوي۔ دې سره سره وزيراعظم به د متحده عرب اماراتو خپل همڅنګ ٬ دوهم صدر او د دبۍ واكمن شېخ محمد بن راشد المكتوم سره ملاقات كوي۔ په دې موقعه به وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو لپاره د اماراتي تاجرانو او سرمايه كارانو سره ملاقاتونه هم كوي۔
وزيراعظم به خپل پلاوي سره په دوه ورځنۍ سركاري دوره عرب اماراتو ته روانېږي
Egyptian symbol APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria