اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) داخله وزير رانا ثناء الله اړوندو ادارو او ټولو شراكتدارو ته په خېبرپښتونخوا كښې د اوړو كمے په سمدستي توګه د حل كولو امر كړے او يادګيرنه ئې كړې چې نور تاخير به برداشت نه كړو۔ د نهې په ورځ ده كېبنټ روم كښې د غنمو، چينو ، اوړو، سرې د قا??اق پحقله د لوړې كچې غونډې مشري كوله چې پكښې د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي سېكرټري ظفر حسن، د خوراك سېكرټري عابد وزير او د پنجاب د خوراك سېكرټري محمد زمان وټو ته امر وكړے ش?? چې ھغوي د كوم تاخير نه غېر دا مسئله حل كړي۔ ده صوب??ئي حكومت ته ووئيل چې په ماركيټ كښې د اوړو او غنمو د تعطل نه غېر وركړې لپاره تګلاره وضع كړئ۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف امر له مخې اولس ته د اوړو او د غنمو د تعطل نه غېر په وركولو به سمجهوته ونه كړو ۔ صوب??ئي حكومت دې په سمدستي توګه پاسكو څخه يو لك مېټرك ټن غنم ذخيره كړي۔ ده پوليس ته امر وكړ?? چې د پنجاب نه خېبرپښتونخوا ته كورني مقصد لپاره د اوړو سپل??ئي مه بندوئ۔ د دې نه وړاندې چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري، د خېبرپښتونخوا صوب??ئي داخله سېكرټري عابد مجيد او د پوليس آئي جي اختر حيات خان وفاقي وزير ته په صوبه كښې د غنمو٬ اوړو٬ چينو او سرې ترلاسه كېدلو ٬ د قا??اق او د ذخيره اندوزۍ په ضد حفاظتي اقدامات پحقله بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي سېكرټري ظفر حسن، د خوراك سېكرټري عابد وزير او د پنجاب د خوراك سېكرټري محمد زمان وټو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو
اولس ته به اوړه او غنمو د كوم تعطل نه غېر وركول باوري كولې شي ۔ داخله وزير رانا ثناء الله
Big Ice View Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔