اسلام آبا?? 16 ??ولائي (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد پاك پوځ او نورو امني??ي ځواكونو ځانګرې قربانۍ وركړې،ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امني??ي ځواكونو سره ولاړ دے،د ترهه ګرۍ لعنت بشپړه ختمولو له لوظي يو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزير اعظم محمد شهباز شريف په بنوں چھاؤڼۍ د ترهه ګرۍ يو لوئ بريد په شنډولو امني??ي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د ترهه ګرو په مړانه مقابله كولو سره د لسو ترهه ګرو په وژلو د امني??ي ځواكونو كاركردګي وستائله۔ وزيراعظم په بنوں چھاؤڼۍ د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه وكړه او په بريد كښې شهيد شوي د پاك پوځ او فرنټئير كانسټيبلري ځوانانو ته ئې پيرزوئينې وړاندې كړي۔ وزيراعظم په بريد كښې د شهيد شويو پاك پوځ ځوانانو نائب صوبيدار محمد شهزاد ، حوالدار ظل حسين ، حوالدار شهزاد احمد ، سپاهي اشفاق حسين خان، سپاهي سبحان مجيد، سپاهي امتياز خان، سپاهي ارسلان اسلم او د فرنټئير كانسټيبلري لانس نائيك سبز علي لوړو درجو لپاره دعا او د شهيدانو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ وزير اعظم محمد شهباز شريف ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد پاك پوځ او نورو ديګر امني??ي ځواكونو ځانګرې قربانۍ وركړې،ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امني??ي ځواكونو سره ولاړ دے،ده ووئيل په دې بريد كښې شهيد شويو د امني??ي ځواكونو بهادرۍ او مړانې ته سلام كوم،د ترهه ګرۍ لعنت بشپړه ختمولو له لوظي يو۔
ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔وزير اعظم محمد شهباز شريف
Summon and Conquer Reputable Betting Entrance
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج