اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د متحده قومي موومنټ (اېم کیو اېم) د رابطه کمېتۍ غړٶ وئيلي دي تحریك انصاف مشران?? زمونږ ځينې مطالبات منلي دي او په نورو يو څو مطالبو به زر اتفاق رامخې ته شي ٬ څنګه چې په دې لړ كښې خبره وشوه نو ميديا به خبروٶ٬ اېم كيو اېم په جمهوريت باور لر?? او مونږ د تحريك انصاف د مېنډېټ احترام كوٶ٬ هيله لر?? چې زمونږ د مېنډېټ هم احترام وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د جمعې په ورځ د پي ټي آئي سينئر لارښود جهانګير ترين ??و نورو سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړ??۔ د دې نه وړاندې د اېم كيو اېم پنځه كسيزه پلاوي چې پكښې خالد مقبول صدیقی، عامر خان، وسیم اختر، فېصل سبزواري ??و نوید کنور شامل وو د تحريك انصاف پلاوي سره وليدل ۔ د پي ټي آئي په پلاوي كښې جهانګير ترين٬ عارف علوی، عمران اسماعیل او اسحق خاکوانی شامل وو۔ د ملاقات نه پس د پي ټي آئي لارښودو سره په ګډه ميډيا سره په خبرو كښې خالد مقبول صدیقی ووئيل شراکتي، شمولیتي، مالیتی، انتظامي خپلواكۍ غوندې مسئلو هواري له په ګډه كار كولو ته سلا راغل??۔ ده ووئيل د كال 2018 پحقله تحفظات لر?? خو د دې باجود مونږ د پي ټي آئي د مېنډېټ احترام كوٶ
د تحریك انصاف مشرانو زمونږ ځينې مطالبات منلي دي او په نورو مطالبو زر د اتفاق راتلو هيله ده
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز