اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي چې اټاليه د پاكستان يو نزدې ملګرې٬مهم تجارتي او سرمايه كار پارټنر دے٬د دواړو هېوادونو ترمينځه ګڼو ادارو په خاص توګه ملګرو ملتونو كښې غوره مرسته ده۔د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار د دې خيالاتو څرګندونه د اټاليا د اقتصادي پرمختګ دوهم وزير ايان سكال فروټو سره ملاقات كښې وكړه۔څوك چې د پاك اټلي شريك اقتصادي كميسون كښې ګډون كولو له پاكستان ته راغلې۔د اټاليه د سوداګرو يو لويې پلاوې هم ده سره دے۔دواړو هېوادونو د پاكستان اټاليا په دوه اړخيزه اړيكو كښې پھ مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او د تجارت او سرمايه كارۍ پھ څانګه كښې يې پھ زياته مرسته زور راوړو او هيله يې څرګند كړه چې دې دورې سره به دوه اړخيزه تجارتي او معاشي اړيكې لا مستحكم شي۔د خارجه چارو سلاحكار د سيمه ايز امن او استحكام لپاره د وزيراعظم د هڅو او ټولو ګاونډي هېوادونو سره د غوره اړيكو په ځاې ساتلو لپاره د وزيراعظم د كلك عزم په اړه ووې۔ د اټاليه دوهم وزير سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پاكستان مثبت كردار وستائېلو او د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې يې د اټاليا لخوا د مرستې روانې ساتلو له د خپل لوظ څرګندونه وكړه
اټاليه د پاكستان يو نزدې ملګرې٬مهم تجارتي او سرمايه كار پارټنر دے
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔