??سل??م آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي د پي ټي آئي مشرتابه ته تر 17 اكتوبر د احتجاج مؤخر كولو مشوره وركولو سره وئيلي دي چې احتجاج كول د هر چا حق دے خو د هيواد د بدنامولو په قيمت ب?? چاته د سياست اجازه وركولې نه شي ٬ كله چې په پاكستان كښې د ملائيشيا وزيراعظم موجود وي ٬ د سعودي عربستان د اعلی كچې پلاوي او د چينائي صدر راتلل وي او د اېس سي او كنفرس كېدل وي نو په داسې وخت كښې د احتجاج كولو مطلب څه وي؟ مونږ له د سېكورټي انتظاماتو ته كتل دي ٬ كه نن د جمعې په ورځ څوك احتجاج كوي نو هغوي سره به هېڅ ډول نرمي كولې نه شي٬ د كے پي كے وزراعلی يو ښه انسان دے هغه له به دې پرېكړې ته بيا كتنه كول وي۔ په ??سل??م آباد د بريد به په هر صورت كښې مخنيوي كوؤ۔ د?? د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ د?? ووئيل دا مهال د ??سل??م آباد انتظاميې لپاره حساس وخت دے۔ د ملائیشیا وزیراعظم تر سبا ورځې په پاكستان كښې دے٬ د سعودي عربستان د اعلی كچې پلاوې راتلونكے دے٬ د چين صدر هم پاكستان ته راروان دے٬ دې څخه وروستو به د اېس سي او كنفرنس كيږي۔ په 17 اكتوبر د چينائي صدر بېرته تلل دي۔ دا مهال د هغه سېكورټي انتظامات ضروري دي۔ د?? ووئيل په 4 اكتوبر پي ټي آئي د احتجاج كال وركړے دے ٬ پي ټي آئي ته وايؤ چې سياست ضرور وكړۍ خو په داسې وخت كښې نه كله چې د كوم بل هېواد مشر په پاكستان كښې موجود وي۔ د?? ووئيل مونږ له هر ډول انتظامات كول وي٬ د ملائیشین په پروټوكول او دوره كښې به كوم كمې نه كيږي۔ د?? ووئيل دا مهال په ??سل??م آباد كښې دفعه 144 نافذ ده۔ د?? ووئيل كه د ملائیشین وزیراعظم د دورې په مهال يوه وړه پېښه هم رامخې ته شي ??و د دې نقصان به ټول عمر پورته كوؤ۔ د?? ووئيل واجپائی چې كله پاكستان ته راغلے ؤ نو په لاهور كښې يوه وړه پېښه رامخې ته شوې وه د كومې طعنې چې تر نن ورځې راكولې شي۔ د?? ووئيل سبا ورځ ډېره مهمه ده ٬ پاكستان سره د مينې لرونكي وګړي په حېث بايد څوك ناوړه حركت ونكړي۔ د?? ووئيل د كے پي كے وزراعلی يو ښه انسان دے هغه له به دې پرېكړې ته بيا كتنه كول وي۔ په ??سل??م آباد د بريد به په هر صورت كښې مخنيوي كوؤ۔ د?? ووئيل پوليس بشپړه تياري كړې بيا دې څوك ګيله نه كوي۔ د?? ووئيل مونږ له 5 اكتوبر څخه پاک ??وځ ٬ پېرا ملټری فورسز تعينات كول دي۔ مونږ له سېكورټي فول پروف جوړول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د جمعې په ورځ به كومه رخصتي نه وي بياهم د اېس سي او كنفرنس په ورځو كښې به ??سل??م آباد كښې عامه رخصتي وي۔ په دې اړه به باقاعده نوټيفكېشن كولې شي۔ آئی جی ??سل??م آباد د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ چې كوم كسان نيولي دي هغوي د احتجاج منصوبه بندي كوله۔ دې كسانو څخه د مېخونو ډنډې ٬ ليندې او كانړي برآمد شوي دي
احتجاج كول د هر چا حق دے خو د هيواد د بدنامولو په قيمت به چاته د سياست كولو اجازه وركولې نه شي ٬ داخله وزير محسن نقوي
Restaurant Craze Integrity Betting Links
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش