اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د موسمياتي بدلون له امله د راپېدا شو?? مسئلو او ستونزو مخ نيوي لپاره د كوټلو هڅو ضرورت دے او د نېشنل ايمرجنسيز آپرېشن سينټر(اين اي او سي)غوندې طبعي آفتونو كښ?? چمتو پاتې كېدل د صلاحيت ثبوت دے ۔د جمعې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)مشر لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك او د هغه ډلې لخوا اين اي او سي اغراض او مقاصد٬كاركردګۍ او پورته كړو اقداماتو په اړه تفصيلي بريفنګ كښ?? وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دا اقدام د دې خبرې ښه مثال دے چې مونږ د يو قام په حېث څنګه د ټېكنالوجۍ څخه ګټه پورته كولې شو او د ژوند او معاش تحفظ لپاره كوټلې هڅې كولې شو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په جديد دور كښ?? دا ډول مركزونه ډېر مهم دي۔ده ووئيل اين اي او سي جديد ترين سسټمز٬رئيل ټائم مانيټرنګ٬ د ډيټا تجربه او د وخت نه وړاندې د خبرداري وركولو صلاحيت لري۔ده د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه مرستې ته ودې وركولو او بېړني حالات كښ?? په وخت معلومات وركولو كښ?? د سينټر كردار د ستائنې وړ او ضروري وګرځولو۔ده ووئيل پاكستان ??ه طبعي آفتونو د قابو موندلو هڅه كړې٬ تباهي كونكې سېلاب او زلزلو په لويه پېمانه تباهي كړی ده ۔
د موسمياتي بدلون له امله راپېدا شوو مسئلو او ستونزو مخ نيوي لپاره د كوټلو هڅو ضرورت دے۔يوسف رضا ګېلاني
Golden Blitz Entertainment Reliable Links
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔