اسلام آباد 10اپرېل(اے پی پی)د پاكستان علماﺀ كونسل تر سيوري لاندې د “سعودي عرب او پاكستان اړيكې او د اسلام او مسلمانانو خذمت او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ له د شريكو هڅو”په سر خط پېغام اسلام كنفرنس كښې ګډون كوونكو د انتهاخوښۍ٬ترهه ګرۍ او فرقه واريت خاتمې لپاره د اسلامي اتحاد په ضرورت زور راوړولو سره د بې ګناه فلسطينيانو او كشميريانو تائيد او ملاتړ كړے او وئيلي يې دي پاكستان تل د سعودي عرب او اسلامي هېوادونو اړيكو قوي كولو لپاره كردار ادا كړے ٬دا اجتماع هيله لري چې د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې به د امت د يو والي لار هواري شي او دې مقصد لپاره د شريكو هلو ځلو كولو عزم څرګندونه كوي۔په دې لړ كښې په ځايې هوټل كښې كلن پېغام اسلام نړيوال كنفرنس شوے چې مشري يې د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي كړې او د دوهمه غونډه كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د خاص مېلمه په توګه ګډون كولو۔په كنفرنس كښې د مختلف مكاتب فكر سره تعلق لرونكو علماﺀ٬مشائخو٬سياسي او د ديني ګوندونو اكابرينو او استازو ګډون كولو او د سعودي عرب او ايران ترمينځه د چين په ثالثي كښې د اړيكو بحالۍ په مهم كنفرنس كولو د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي كردار ستائېلے ۔ دستورې ته سېنېټر مشاهد حسېن سيد په خپله وېنا كښې ووئېلې دي چې په نړۍ كښې يو لوي بدلون راروان دے د كومې نشاندهي چې علامه اقبال په خپلو شعرونو كښې كړی وه او نن د دې ميوې راتلل پیل شوي۔د سعودي مشرتابه هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې څوك چې د امت د اتحاد په اهميت پوهه شوے او چين ته ئې د كردار ادا كولو موقع وركړې۔ده ووئيل سعودي عرب په هر ښه او سخت وخت كښې د پاكستان سره ولاړ پاتې شوے او د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان د دريځ ئې تائيد كړے۔ده په دې لړ كښې په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالكي خذمات هم ستائېلې او وئېلې يې دي چې كله پاكستان اتومي چاودنې وكړې٬سعودي عرب وړومبے هېواد ؤ چا چې د پاكستان ملګرتيا كړې او په سخت وخت كښې زمونږ مرسته كړی٬ ده ووئېل د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې اسلامي نړۍ يو نوې منزل پلو منتقل كېږي۔د چينائي صدر د سعودي عرب تاريخي دورې څخه شريكو اړيكو نوے اړخ موندلے۔د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي پخپل خطاب كښې ووئېل د نن اجتماع د پاكستان د هر مكاتب فكر علماﺀ او ټولو سياسي ګوندونو په مشرانو مشتمل ده او په دې خبره زور راوړي چې مونږ ټول د كشمير مسئلې او فلسطين مسئلې پرامن حل لپاره يو يو او د خپل دريځ څخه به وروستو نه شوو ۔ ده ووئېل حرمين شريفين د اسلامي امت مركزي مقدس ځايونه دي٬د ايران او سعودي عرب اړيكو د بحالۍ هركلے كوو او د سعودي مشرتابه مننه كوو چې د امت اتحاد لپاره ئې كردار ادا كړے٬د حرمين شريفين حرمت او تحفظ د پاكستان هر كس خپله بنيادي ذمه واري ګڼي كومې لپاره چې به د كومې هم قربانۍ څخه ډډه ونه كړې شي۔ ده ووئېل د فرقه وارانه تشدد ختم شوے او راتلونكې كښې كه څوك داسې هڅه وكړي نو هغه به ناكامۍ سره مخ كېږي ٬ ده ووئېل د او آئي سي مشري د سعودي عرب سره ده او سعودي عرب د اسلامي نړۍ مركز دے او هيله لرو چې د كشمير او فلسطين مسئلې لپاره قوي او موثر غږ به پورته كولې شي۔ده ووئيل مونږ خپل دوست هېوادونو سره د پاكستان اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او هيله لرو چې دوست هېوادونه به هم مونږ يواځې نه پرېږدي كوم لپاره به چې په خوږ هېواد كښې مونږ له سياسي او مهذهبي استحكام راوستل وي٬سعودي عرب په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره چمتو دے او د پاكستان استحكام لپاره هر وخت حاضر دے۔ده ووئيل چې څنګه روژه شروع كېږي نو د فلسطين وينه توېدل هم شروع كړے شي او اسلامي نړۍ او په خاص توګه او آئي سي له د بې ګناه فلسطينيانو او كشميريانو لپاره غږ پورته كول پكار دي۔ده ووئيل دا مهال هېواد كورنو او بهرنو چېلنجونو سره مخ دے٬ترهه ګرۍ ته چې څنګه پاك پوځ او قام ماتې وركړي هم په دې عزم سره به د امت وحدت او اتحاد لپاره كردار ادا كوو او د سعودي عرب هڅې به مخ په وړاندې بوځو۔د دې څخه وړاندې په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي د سعودي عرب او پاكستان ترمينځه د ورورولۍ٬تاريخي او نزدې اړيكو په اهميت رڼا هم واچوله۔ده ووئيل د سعودي عرب او اسلامي هېوادونو اولس د پاكستان اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬دواړه هېوادونه تجارت او د سرمايه كارۍ په بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې قوي كولو لپاره په ګډه كار كوي۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې سعودي عرب د بېلو پرمختيائي اقداماتو د لارې به د پاكستاني اولس ملاتړ روان ساتي۔په دې موقع په پاكستان كښې د فلسطين سفير احمد ربيع هم وېنا وكړه او د فلسطينيانو ملاتړ لپاره په غږ پورته كولو ئې د حافظ طاهر محمود اشرفي او نورو مقررينو مننه وكړه او د فلسطين صدر محمود عباس لخوا د پاكستان اولس او حكومت لخوا د فلسطينيانو په ملاتړ ئې مننه وكړه۔د فلسطين سفير د مقبوضه كشمير اولس سره هم د يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل مسجد الحرام او مسجد اقصٰی د مسلمانانو مقدس ځايونه دي او د دې حفاظت د اسلامي نړۍ هر تن ذمه واري ده۔په دستوره كښې د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز٬سينئر خبريالانو سليم صافي٬د جمعيت علماﺀ اسلام آزاد كشمير امير مولانا سعيد يوسف٬د كشمير او ګلګت بلتستان چارو خاص مرستيال قمرالزمان كائره٬د پاكستان پيپلز پارټي لارښود او خاص مرستيال فيصل كريم كنډي٬د عيد ګاه شريف پير نقيب الرحمان٬صاحبزاده حسان حسيب الرحمان او نورو ديني او سياسي شخصياتو ګډون كولو
د پاكستان علماﺀ كونسل تر سيوري لاندې پېغام اسلام كنفرنس٬ګډون كوونكو د انتهاخوښۍ٬ترهه ګرۍ او د فرقه واريت خاتمې لپاره د اسلامي نړۍ د اتحاد په ضرورت زور راوړو
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے